د ژورناليزم پوهنځي تاريخچه
نوشته شده توسط : blogkhan

د ژورناليزم پوهنځي تاريخچه

د ژورنالیزم پوهنځي پیژندنه:

د یوې ټولنې د پرمختګ او سمون لپاره او ددې لپاره چې د اتباعو حقوق تحفوظ پیدا  کړي اړتیا بریښي چې په ټولنه کې د بیان ازادي ، حساب ورکونهاو د خلکو غږ واوریدل شي نو دې ټولو چارو ته د لاس رسي لپاره ژورنالیزم هغه مسلک دی چې ځواب وايي.

ژورنالیزم چې ریالیزم بلل شوی تل د ټولنې په خدمت کې دی د هغه خلکو غږ پورته کوي چې هیڅوک یې غږ نه اوري، ژورنالیزم ته د حکومت او دولت پر کړنو د څار ځواک هم ویل کیږي، ځکه هغه چاره چې درې نورې قوې یې په ترسره کولو کې پاتې راغلي وي ژورنالیزم یې تر سره کوي، خو چې ژورنالیزم خپل هغه رسالت ترسره کړي چې په ټولنه کې ورته ټاکل شوی دی.

موږ ددې لپآره چې ریښتیا هم د حکومت پر کړنو سم څار وکړو نو اړتیا بریښي چې تحقیقي یا پلټونکی ژورنالیزم په پښو ودریږي، نو د څانګیز او مسلکي پرمختګ لپاره یې اړتیا په ژورنالیزم پوهنځي کې پوره کیدای شي.

د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ژورنالیزم پوهنځي د رامنځته کیدو لاملونه:

» د وخت او مهال په غوښتنه د مسلکي ژورنالیستانو روزلو اړتیا.

» د مسلکي او په کار پوه ژورنالیستانو روزنه.

» د افغانستان په حکومتي ژورنالیستیکو ادارو کې د ژورنالیستک مدیریت رامنځته کول.

» په‌ ټولنه کې د یو ریښتیني ژورنالیزم رامنځته کول او پر مټ یې د هر ډول ناقانونه کړنو مخنیوی.

» د ژورنالیستیک مدیریت او کړنلارو په تړاو د علمي څیړنو ترسراوی.

» په تیرو  شا او خوا پنځه دیرش کلونو کې په هیواد کې د ژورنالیستیکو ادارو د زیانمن شوي حیثیت او اداري چوکاټ بیرته ایجاد او رغونه.

پورته اړتیاو ته په پام سره د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې پر ۱۳۹۱ کال د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځی تاسیس شو چې دمګړۍ دوه ډیپارټمنټونه لري، راډیو تلویزون او بل یې مطبوعات.

لڼډه تاریخچه :

د ننګرهار پوهنتون  ژورناليزم پوهنځى په علمي او اداري تشکيل کې پر۱۳٩١ لمریز کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی. دم ګړ‌ى دغه پوهنځى درې (لومړی ، دوهم‍ او دریم )  ټولګي لري چې (۴۵۵) تنه زده کوونکی په کې په زده کړو بوخت دي . له يادو زده کوونکو نه (۱۰) يې نجونې او (۴۴۵) يې هلکان دي .

ګڼه

ټولګي

نارینه

ښځینه

مجموعه

کتنی

۱

لمړی

۱۳۷

۵

۱۴۲

 

۲

دوهم

۱۷۶

۱

۱۷۷

 

۳

دریم مطبوعات

۶۱

0

۶۱

 

۴

دریم رادیوتلویزون

۷۱

4

۷۵

 

مجموعه

۴۴۵

۱۰

۴۵۵

 

 

 د درسي نصاب او کريکولم له مخې  ، د ژورناليزم پوهنځي دوه کاله عمومي لوستل کيږي خو وروسته بيا پر دوو څانګو ويشل کيږي .

  • را ډيو تلويزون
  • مطبوعات

 د رسمي تشکيل له مخې په ژورناليزم پوهنځي کې ، (۱۱) استادان په تدريسي چارو بوخت دي ، چې دپوهنمل ، پوهنيار ، پوهیالی او نامزد پوهيالي علمي رتبو لرونکي دي .

د پوهنځي ليدلورى:

  • اصطلاع ، تعلیم ،مثبت تبلیغ او ترویج له لاری د عامه ذهنیتونو روښانه کول ،په ملي او هيوادنى کچه ، دريښتيني ژورناليزم رامنځته کول ، او ترمخه يې د ژورناليستيکي هڅو  پياوړتيا
  • داصيل اسلامي او افغاني کولتوراو فرهنګ غنا،او خپل ولس  ته  دبيان دازادۍ اهميت او ارزښت په ګوته کول  .
  • دعامه اړیکوپراختیااوله دغې لارې دټولنې استحکام او یو موټې کیدل

ژورناليزم پوهنځي موخې

  • په مسلکي ژورناليزم دځوانانو سنبالښت .

 دبې پرې دقیقی او پروخت اطلاع پرخپرولو سربېره، د شائعاتو او بې ځایه  پروپاګنډې مخنیوی.  .

  • د صحافت او ژورناليزم له لارې دخلکو ستونزوته  لاسرسي
  • د عامه پوهاوي او تعلیمي سطحې په لوړولو کې ونډه اخیستل.
  • ځوانان له نړيوالو ژورناليستيکي ارونو سره اشنا کول  .
  • داسې مطبوعات رامنځته کول چې ولسي باور تر لاسه کړي .
  • عامه ذهینیتونه روښانه کول او د ټولنې دمثبت بدلون تقویه .

د ژورناليزم پوهنځي مرام

  1. په  افغانستان کې  دریښتیني ژورنالیزم پیاوړتیااو په دغه برخه کې دپوهو او مسلکې کدرونو روزنه .
  2. دوړتیاپر بنسټ  دژورنالیستیکو کدرونو روزنه او هغو موخو ته رسیدل چې دژورنالیزم په برخه کې یې هیلې او امیدونه شته .
  3. دمسلکی وړتیاپر بنیاد دژورنالیستیکواداروپیاوړتیا.
  4. دژورنالیزم په برخه کې له تیورۍ سره سره دعملي ګامونو پورته کول .
  5. په افغانستان کې  له معلوماتې او تحلیلې ژورنالیزم سره سره دتحقیقې ژورنالیزم پیاوړتیا.
  6. دچاپي ،غږیزو او انځوریزو رسنیو  دپیاوړتیا  له پاره اساسي او بنیادي کارکول .

د پوهنځي لیدلوری:

  • د اطلاع ، تعلیم ،مثبت تبلیغ او ترویج له لاری د عامه ذهنیتونو روښانه کول.په ملي کچه د ريښتيني ژورناليزم رامنځته کول ، او ترمخه يې د ژورناليستيکي هڅو  پياوړتيا
  • په هېواد کې د اسلامي ارونواو منل شویو افغاني ارزښتونو ، کلتور او فرنګ ترویج او خپل ولس ته د بیان د ازادی ارزښت ورپه ګوته کول.
  • دعامه اړیکوپراختیااوله دغې لارې دټولنې استحکام او یو موټې کید

 دپوهنځي تشکيل

  • رئيس   :                  يوتن
  • مرستيال:                  يوتن
  • دډیپارټمنټونوآمرین      دوه تنه
  • استاد    :                  ۱۱تنه .
  • تدريسي مدير:            يوتن
  • داجرایې مدیر:           ۰
  • تحويلدار:                  ۰
  • ملازم   :                  يو تن

دپوهنځي داستادانو تحصيلي څرنګوالي (کچه)

ژورناليزم  پوهنځی ټول ۱۱ تنه په علمي کدر کې شامل استادان لري.

دتحصيل له مخې :

  • ډاکټر : ۰
  • ماسټر :٢ تنه
  •  لسانس : ۹تنه

دعلمي رتبو له مخې :

  • پوهندوی : ١تن
  • پوهنيار: ١ تن
  • پوهیالی:۴تنه
  • نامزد پوهيالی  : ۷ تنه

دژورناليزم پوهنځي لاس ته راوړنې :

۱- پوهنځي له خپل تاسيس سره سم ، دامريکا دمتحده ايالاتونو له اريزونا پوهنتون سره همغږي  پيدا کړې  او د درسي او نورو امکاناتو په برابرولو کې ور سره ياد پوهنتون مرستې کوي . ددې چارې دښه بهبود له پاره يې ، دپوهنځي له پيل سره سم ، يو شمير استاذان او اداري کارکوونکي متحده عرب امارات ( دوبۍ )ته دروزنې له پاره ليږل شوي وو چې هلته دنورې روزنې تر څنګ پر ښوونيز نصاب هم کار وکړي .

په دوه دوروکې دپوهنځي موجود استادان دهندوستان هیواد د(ډیلي او حیدرآباد )ښارونوته درونیزاوښونیزپروګرامونوله پاره پر ۱۳۹۲لمریزکال کې لیږل شویدي.

پر۱۳۹۳ ل کال زموږدپوهنځې ۷تنه استادان دترکیې استانبول ښارکې په یوه علمي سیمینار کې ګډون وکړ چې موخه یې د استادانو دظرفیت لوړول اود درسي تجاربو شریکول وو.

۲- دياد پوهنتون او دامريکا دسفارت په هلو ځلو دژورناليزم پوهنځي له پاره  يو ميډيا سنټر جوړ شوى چې دشل پايو کمپيټرونو ،  اوانټرنيټ په لرلو  سره دژورناليزم زده کوونکي او استادان کولى شي په اسانه توګه معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاره پيدا کړي.

۳- په ياد ميډيا سنټر کې دزده کوونکو له پاره دکمرو، ټايپ ريکارډرونو او نورو تخنيکي وسايلو اسانتيا برابره ده چې زده کوونکي  په اسانۍ کولى شي دخپلو عملي چارو په تر سره کولو کې برخه واخلي.

۴-  د پوهنځي اداره توانيدلې چې په خپلو هلو ځلو داستاذانو له پاره  ددرسي کيفيت د ښه کولو  په موخه  يو يو لپ ټاپ  کمپيوټر ورکړي، څو استادان ترې په خپلو علمي کارونو کې ګټه پورته کړي ، درسي مواد په پاور پوینټ کې برابر او محصلینو ته یې د پروجکتورله لاری وړاندې کړي .

۵- دارنګه دپوهنځي ادارې ددرسي کيفيت دښه والي له پاره ، دوه پايي پراجکټورونه لاس ته راوړي او استادان يې پر دې مکلف کړي ، چې دليکچر پر مهال پر سپينې تختې سر بيره له پراجکټوره هم کارواخلي .

۶- د پوهنځي ادارې هغه محصلین چې له عملي کارونو سره لېوالتیا لري لاندې لڼډ مهالو کورسونوته معرفي کوي.

  • د ننګرهار ملي راډیو تلوېزون او یو شمېر نورو خصوصي راډیو ګانو اوتلوېزونوته په لسګونو محصلین معرفي شوي دي او دا لړۍ لا هم جریان لري.
  • د اي ډبلیو پي ار سره د یوه تړون له مخې د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو وکولای شو چې د بېلابېلو مسلکي پروګرامونو ( Adobe Addition , Adobe primer , Adobe Photoshop  او CorelDraw  ) په لڼډ مهالي کورسونو کې ګډون وکړي.  

۷- پوهنځي  په افغانستان کې  داى ډبليو پي ار له مرکزي دفتر سره  تړون لري چې له مخې یې یاد دفتر په ننګرهار پوهنتون کې خپله څانګه پرانیستې ده . کله چې د دغه سیمه ایز دفتر دنده پای ته ورسېږي ،خپل ټول مواد او وساېل به د ژورنالېزم پوهنځی په واک کې ورکړي.

په ژورنالیزم پوهنځي کې د تدریس دښه والې لپاره یو  مډیاسنټر موجود دی چې دشاګردانو عملي کار لپاره ورڅخه کاراخستل کیږي دغه مډیا سنټر لاندې وساېل لري:

۱ -  ۱۸پایې ډیکسټاپ کمپیوترونه له سټاپ لیزر او یوپي ایس ،میزاو چوکئ سره.

۲- دعکاسئ ۱۵ کیمرې

۳- ۵ ویډیو کمرې

۴- ۲۰ یوزبې پلشونه

۵- ۲ پراجکتورونه

۶- یوه غټه پرو پیشنل ویډیوي کیمره

- ۶ لپ ټاپ کمپیوترونه داستادانو لپاره

۸- یو ډیسکټاپ کمپیوټر د اداري  مامور لپاره

۹- دوه پایې پرینټرونه

۱۰- دوه پایې واټرکولره

د ژورنالېزم پوهنځي ریاست په تېرو څو میاشتو کې نوي ،ګټور او مسلکي کتابونه له بازاره  پیرلي دي. علوم اکاډمې چې په هېواد کې د علمي تحقیقاتو  بااعتباره سرچینه ده، زموږ د تحقیقاتي کمېټې د پرلپسې غوښتنو په پایله کې یې له موږسره د آریانادائرت المعارف په شمول د یو سلو شلو  ۱۲۰بېلابېلو ټوکو کتابونومرسته کړې چې په علمې تحقیقاتو کې یې کټوربولو.  له دغو کتابونو  څخه ددرسی موادو په چمتو کولو کی استفاده کوو او محصلین هم د ټاکل شوي پروسیجر له مخې ترې استفاده کولای شي.

زموږ  د پوهنځي د تعمیر د جوړیدو چارې به په نېژدې راتلونکې کې پیل شي . ددې تعمیر په جوړیدو سره به موږ وتوانیږوچې:

  • خپلې تدریسي چارې دنوي  ټکنالوژۍ په کارولوسره  پرمخ بوځو .
  • راډیوی سټدیوبه  ولرو چې څوساعته خپرونې به یې په FM څپوکې اوریدل کیږې  او تلویزون به یواځې د دسټدیو په بڼه دعملي کار له پاره وي .
  • دم ګړۍ  یو شمیر درسی کتابونه چې په نصاب کې شامل دي  چاپ  شوي او په راتلونکو پنځه کلونو کی د هر مضمون لپاره له  نصاب او مفرداتو سره سم  د رسي کتابونه چمتو کوو .
  • دم ګړۍ مو دیو وړوکي کتابتون بنسټ  ایښي او راتلونکو پنځو کلونو کې به  بشپړ پراختیا ورکوو .
  • دمګړۍ دامریکا له اریزونا پوهنتون سره پارتنر شیپ  یا توا میت لرو ، په راتلونکو پنځو کلونو کې غواړو یو بل پارتنر شیپ هم ولرو ، چې دجرمنی هیواد له یو پوهنتون سره مو خبرې اترې روانې دی
  • دیو شمیر نورو ادارو سره هم لکه ای ډبلیو پي ، ار او نورو سره  اړیکی لرو .
  • دزده کونکود عملي چاروپه برخه کې  دننګرهار له ملی راډیو تلویزون او یو شمیر نورو سیمه ییزو راډیو ګانو سره لکه صفا ، انعکاس سره  داتنرشیپ پروګرام لرو چې زده کوونکو دعملی زده کړو له پاره ورځي دا چاره روانه ده او په راتلونکي به پراختیا ورکوو .
  •  

غوښتنې او پیشنهادونه :

دژورنالیزم پوهنځي تدریسي بهیرلپاره د تدریسي خونو موجودیت .

د کدري او مسلکې استادانو دجذب او اداري کړنو لپاره د پوهنځي د تشکیل زیاتوالی .

د پوهنځي د استادانو دښه مسلکې والې او علمي سطحې د لوړوالې لپاره د د پوهنځي اړیکې د نړئ د پوهنتونوسره .

دپوهنځي د اداري او تدریسي موادو او اجناسو تهیه په خپل وخت سره 

دربعې د  درسي موادواو قرطاسی توزیع په خپل وخت سره .

دپوهنځي د محصلینو دشمیرسره دچوکیو تهیه او تدارک .

د څانګو (مطبوعات او راډیو تلویزون) اداری او تدریسي وسایلو تهیه اوتدارک.





:: بازدید از این مطلب : 406
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
تاریخ انتشار : 20 خرداد 1394 | نظرات ()
مطالب مرتبط با این پست
لیست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه: