ژورنالیزم اوژورنالست
نوشته شده توسط : blogkhan

ژورنالیزم اوژورنالست

 

څرنګه چه په دي وروستیو څوکلونو کي رسنیو ډیر پرمختګ کړی دی ،دیوی خوا تلویزیوني چینلونه اورادیوګاني ډیرسوی دی دبلي خوا چاپی رسنۍ اوالکترونیکي رسنۍ هم ډیري سوی دي اوددي رسنیو ترمنځ رقابتونه هم رامنځ ته سوی دي نو کله کله داسي خبرونه خپریږي چه په ډیر تلوار اوعجله سره تهیه سوي وي چه بعضي وخت املایی ،ګرامري غلطۍ لری اویا خبر درست نه وي ،اویا احساسیږي چه دخبرویونکۍ دلږ پوهي خاوند دی . ما داضرورت احساس کړ چه لږ ترلږه معلومات دژورنالیزم په هکله راټول کړم اودلوستونکو سره یی شریک کړم او داهیله لرم چه دژورنالیزم مسلکي کسان ډیر په جزياتو لیکني وکړي ترڅو زموږ ځوان ژورنالستان دهغه څخه برخمن سي.

ژورنالست دژوندپه ډیرو ساحو کي کار کوي ،دمعلوماتو پیداکول او دهغه شریکول دهغه وظیفه ده ، دژورنالست تعریف په لنډ ډول سره داسي دی: اساسا کوم سړي یاښځي چه نوی معلوماتونه راپیدا کوي اوهغه د ورځپاڼو،مجلو ،رادیو ،تلویزیون اوانترنیت له لاري وخلکو ته رسوی ژورنالست بلل کیږي 

ژورنالست څه کوي؟

د ډول ډول میډیاؤ په موجودیت کي ډیر اختصاصي کارونه دژورنالست په مخ کي پراته دي ،په لویو خبري اجنسیو کي دژورنالست لپاره یوازي یوخاص کار سپارل سویدی اما په کوچنیو خبري اورګانو کي ممکن يو ژورنالست ډیره کارونه ترسره کړي

راپورورکونکي یا رپورتران معلوماتونه په خبري ،لیکلي ،تصویري او مستندو فلمونو په ډول راټولوي او نورو مسؤلو اشخاصو ته چه ايډیتر( ايډيټر داصلاح کوونکي اویا چلونکي مفهوم افاده کوي )نومیږي سپاري اوايډیټران بیا پردغو موادو کار کوي اوهغه په یوه غالب کي اچوي ،اصلاحات پکښي راولي دراپور دژبي ګرامري اواملايي اړخونه سموي اومتن عام فهمه اوساده کوي او کیدای سي چه بعضي برخي يي لیری کړي ،ایدیتران خپله معلومات نه راټولوي بلکه معلومات دنشروړ ګرزوی ،اوکیدای سي چه دخپلي خبري اجنسۍ د نورمونو اومعیاراتو په نظرکي نیولو سره هغه نشرته اماده کړي . رپورتران کیدای سي په خاصه ساحه کي کاروکړي مثلا یو رپورتر دزراعت په برخه کي ښه کافي دزده کړي خاوند وي اوبل رپورتر بیا دصحت په ساحه کي تجربه ولري . ایډیتران یومشر هم لري چه هغه ته مشرایديتر وايي او همدا مشرايډیتر دی چه دخبرونو اورپوټونو دنشرپه هکله تصمیم نیسي او دنشر ټول مسولیت هم دده پرغاړه دی.

فوتوجورنالست معمولا دتصویرونو دلاري خبرونه ترتیبوی ،اواکثرا درپورترانو سره په ګډه ساحي ته ځي او دراپور تصویري برخي تهیه کوي .

په لویو خبري اورګانو کي چه خاص جاري تصویري یا خبري پروګرامونه لري یو شمیر نور متخصص مسلکي کسان کار کوي چه پروګرامونه جوړوي اودغو کسانو ته پروډیسر ویل کیږي

مسلکي اوباتجربه لیکوالان ممکن استخدام سي چه تبصري ،دکتابونو اوفلمونو ارزونه ولیکي اویا يي نقد کړي دغه لیکوالان موضوعات اودورځپاڼي ستونونه هم لیکي

ولي اشخاص غواړي چه ژورنالست سي ؟ دغه مسلک ته دداخلیدو مختلف دلایل سته دمعاش اوتنخوا په څنګ کي څو نور دلایل هم سته

په پرمخ انکشافو هیوادو کي ډیر کسان د‌ژورنالیزم دلاري خپله نفقه اوډوډی پیدا کوي ، ډیر کسان بیا غواړي چه ددوی کاراوکړڼي وپیژندل سي اوبالاخره دوي پخپله غواړي چه دټولني ترسترګو ښه معلوم سي اویو ښه موقف په جامعه کي ولري ،دابده خبره نه ده چه یو څوک ددي لاري مشهور سي اما داباید یوازني دلیل دژورنالست کیدو لپاره نه وي ، هغه څوک چه یوازي دخپل نامه اوشهرت لپاره خلګ ترتاثیر لاندي راولي هغه به ښه ژورنالست نه وي.

بعضي کسان داقتدار اوقدرت دلاس ته راوړلو لپاره ژورنالیزم ته داخلیږي اوغواړي چه ددي لاري خلګ ترخپل تاثیر لاندي راولي ،په ډیروممالکو کي ډیرسیاستمداران دژورنالیزم کاري سابقه لري او دلته سوال پیداکیږي چه دوی ژورنالستان وه اودسیاست لورته ولاړه ؟ اوکه دوی سیاستمداران وه چه ژورنالیزم يی دزيني په ډول استعمال کړ . ژورنالیزم باید دشخصي خواهشاتو اوتمایلاتو ښکار ونه ګرزي ،باید دخلکو دژوند دمثبت تغیر لپاره وکارول سي

ښه ژورنالستان په دي مفکوره دي چه دعوامو خدمت وکړي اوهمیشه دټولني دعادي افرادو دګټو دساتني په فکر کي وی او نه پریږدي چه په ټولنه کي فساد ،ظلم اواستبداد حکمفرما وی ،دوی ددغو ناوړو کړنو څخه پرده پورته کوي . ژورنالیزم یوه حیاتي اودیموکراتیکه پروسه ده خصوصا په غیردیموکراتیکو حکومتونوکي چه دمیدیا جدي کنترول کوی نوداپروسه دعوامو دښه اسقبال وړګرزي .

دپوهي اوعلمیت دزیاتولو لپاره هم اشخاص ژورنالیزم انتخابوی : کنجکاوی دانسانانو دکرکتر طبعي حصه ده او دژورنالستانو دفعالیتونو برخه هم ده ،ډیرځوانان او پیغلي دژورنالیزم ومسلک ته په دي امید ننوزي چه ډیر زیات دنړی اوانسانانو په هکله پوهه ترلاسه کړي.

هیڅوک به لوی ژونالست نه وی که دژبي په ویلو اولیکلو کي پوره مهارت اوعلاقه ونلري ، ژورنالست باید د لغاتو په معنی اودهغو پرځای استعمال باندي پوره پوهه ولري ،دیوه خبر اهمیت یوازي دخبرپه محتویاتو کي نه دی بلکه په دي هم اړه لري چه په څه ډول وویل سي . ژورنالستان دیوه هیواد دژبي په انکشاف کي ډیر رول لري اودا دژورنالستانو لپاره یوبل مسولیت دی چه دژبي قواعد د خبر په لیکلو او ویلو کي مراعت کړي او دژبي سره مینه ولري که دژبي سره مینه موجوده وی نو ژبه د ضرر څخه محفوظه وی ،اودګرامر اواملا په هکله خاصه پاملرنه بایدوسي او ژورنالستان باید دلغاتو د ذخیري په انکشاف کي جدي توجه وکړي . لیکنه باید په ساده الفاظو تهیه سي ،دمتن ساده لیکل بعضي وخت ځوان ژورنالستان زړه توري کوی اوحتی بعضی وخت ساده لیکل نسبت لغت پرانۍ ته یواندازه ستونزمنه وي . جملات بایدلنډ اوعام فهمه وی ډیر لغاتونه پرخپلو لوستونکو او اوریدونکومه تحمیلوی .

خلګ پرهغو ژورنالستانو باور اواعتمادکوی کوم چه واقعیتونه لیکي اودهغوی هدف اوموخه باید پررښتیا اوواقعیتونو ولاړوي، نوژورنالست باید دخپلو لوستونکو ،اوریدونو او لیدونکو باور اواعتماد دځانه سره ولري . ژورنالست باید بي طرفه وی هیڅ وخت داشخاصو یا ګروپونو دګټي لپاره کارنه کوی اوهمدارنګه دهیچا سره تبعیض نه کوی .

ژورنالست باید خپل مغز ډیر زیات استعمال کړي اوپه دي پوه وی چه دده اوریدونکي څه ډول خبرخوښوی ،دخبر په تهیه کولو کي برعلاوه ددي چه یادداشت اخلي خپل دماغ دیو ښه مخزن په ډول استعمال کړي او دډیرو تجربو په نتیجه کي دامهارتونه ترلاسه کیږي چه څه ډول داوریدونکو دعلاقي وړ خبرونه تهیه کړي . مثلا وایی چه یوایډیټر یو رپورتر دحکومت دیوه وزیرواده ته واستاوه چه خبر راوړي ،کله چه رپورتر بیرته دفتر ته راغي نو ایډیتر ورته وویل چه خبر راکړه رپورتر وویل چه هیڅ خبر نه ؤځکه ناوی دواده په مراسمو کي حاضره نه سوه ،امر وویل چه داخپله لوی خبر دی .

ژورنالست باید دښو اخلاقو اوښي رويی خاوند وی ،په رواجونو اودهغه ځای داوسیدونکو په کلچراوعنعناتو خبروي ،کله چه یوراپور لیکي اویا تصویراخلي نومقابل طرف بایدپوه کړی چه دغه ستا خبری اویاتصویر نشریږي . ډیر داسي مسایل سته چه دهغه نشردډیروحساسیتونو باعث ګرزي او دیوه ملک وعامه ګټو ته زیان رسوی ،که چیري یو ژورنالست یوکوچنۍ حساسه موضوع ترزره بین لاندی ګوری اوهغه ته پرداز ورکوی اوداحساساتو دپاروني لپاره خاصي لاري چاري استعمالوی نو کیدای سي چه دټولني دافرادو ترمنځ ټکر اوتصادم رامنځ ته کړي . یوژورنالست باید د مسلکي پوهي په څنګ کي نورهم پوره زده کړي اوتجربي ولري ،یوازي په کیمره اومایک سره څوک ژورنالست نه سي کیدای .

ژورنالست باید دوخت ډیر پابندوی ،دده لپاره اوریدونکي ،لوستونکي ،دورځپاڼي دفتر ، هغه کس چه مصاحبه باید ورسره وسي ټول انتظار کوی چه هرڅه پرخپل وخت اجرا سي ، که چیري خبر وځنډیږي اوزوړسي نوهغه خبر نه دی ، که چیري پروخت مصاحبي ته ځان ونه رسوی نوهغه کس دلاسه ورکوي ، ژورنالست باید همیشه اماده او ددسپلین درلونکۍ وی اودهرچاسره دوستانه رویه ولری . ژورنالست باید داسي خبر ترخلکو ورورسوی چه څوک نه وی په خبر اوکه خلګ ترژورنالست دمخه خبروی نو هغه خبر به بي اهمیته وی

خلګ به ژورناستانو ته معلومات ورکړی مګرهغه به رښتیني معلومات نه وی ،کیدای سي پرواقعیتونو بنا نه وي ،بهتره به وی چه دمعلومات ورکونکي څخه ډیري پوښتني وکړی ترڅو دمعلوماتو کیفیت ورته معلوم سي چه واقعیت لری اوکه ددرواغو راپوریی درکړی دی اوکیدای سي دنوروکسانو اومنابعو څخه هم پوښتنه وکړی . که چیري غیرباوری اوناڅرګند معلومات نشرکړی نو خپل اوریدونکي اولوستونکي به ډیرژر دلاسه ورکړی ،که چیري ژورنالست پوه سي چه غلط معلومات یی نشرکړی دی نو سمدستي درست اورښتینۍ معلومات نشرکړی اوبخښنه وغواړي .

 

http://www.larawbar.net/36457.html





:: بازدید از این مطلب : 425
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
تاریخ انتشار : 20 خرداد 1394 | نظرات ()
مطالب مرتبط با این پست
لیست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه: